د جوزجان ولایت قوشتیپې ولسوالۍ په ګردن کلي کې د یو باب مسجد شریف خط اچونه وشوه
۱۴۴۵/۳/۱۶
په جوزجان ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست د دغه ولایت د حج او اوقافو ریاست په مرسته د قوشتیپې ولسوالۍ په ګردن کلي کې د سیمې د مشرانو په شتون کې د یو باب مسجد شریف خط اچونه وکړه.
د دې مسجد شریف نقشه د حج او اوقافو ریاست په غوښتنه د کور او ښار جوړولو ریاست لخوا په اصولي او معیاري ډول طرحه او ډیزاین شوې وه، چې اوس یې تخنیکي انجنیرانو د نقشې د تطبیق په موخه سیمه سروې کړه او خط اچونه یې وکړه.
د کور او ښار جوړولو وزارت د نورو کارونو تر څنګ د دولتي ادارو په غوښتنه د دولتي تعمیرونو نقشې په معیاري ډول طرحه او ترتیب کوي.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.