د جوزجان ولایت د قوش تپې او درزاب ولسوالیو د چیکډیمونو د رغنیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۵/۸/۱۶
د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو محترم رئیس ملا عبدالله فیضان وايي، د دې ریاست تخنیکي ټیم د قوش تپې او درزاب ولسوالیو د چیکډیمونو له رغنیزو چارو څارنه وکړه.
ملا عبدالله فیضان وايي، یاد چیکډیمونه د کرنې، اوبو او مالدارۍ ریاست لخوا رغول کیږي، چې لومړني رغنیزې چارې یې روانې دي او د کور او ښار جوړولو ریاست یې د کیفیت او معیار خوندیتوب په موخه څارنه کوي.
نوموړي زیاته کړه، قراردادي شرکت ته لازمې سپارښتنې وشوې چې چارې د شرطپاڼې او انجنیري اصولو مطابق مخته یوسي.
