په زرنج ښار کې د ښاري پلانونو او سړکونو د ساحو سروي او ارزونه ترسره شوه
۱۴۴۷/۰۸/۰۲
د ښاري پراختيا د ستراتیژیک پلان له مخې او د وزارت د کلني پلان اهدافو د تحقق په موخه، د نیمروز ولايت د کور او ښار جوړولو ریاست، د ښاروالۍ د رياست په بشپړه همکارۍ، د ښار اړوند د پلانونو ۶ او ۷ ساحو او همدارنګه د پلان په پراختيايي سند کې د ښاري حلقوي سړکونو د سروی او جامع ارزونې چارې ترسره کړې.
همدارنګه، د زرنج ښار شاوخوا هغه ساحې چې په تېرو کلونو کې په خپل سر او د رسمي ښار پلانونو پرته جوړې شوي وې، هم د سروی او ارزونې په پروسه کې شاملې شوې.
وروسته له تخنيکي ارزونو، ساحې د اهمیت، موجوده وضعیت او د ترسره شوي جوړښت ډول ته په کتو اصولي درجه بندي شوې او اړوند اسناد او مدارک ورته ترتیب شوي دي. په ورته وخت کې، د حلقوي سړکونو سروي هم په ابتدایي ډول ترسره شوې، تر څو په راتلونکې کې د مشخصو او اضافي معلوماتو پر بنسټ د سړکونو پراخوالی او تطبیق په مؤثره توګه عملي شي.
د يادې پروسې هدف د زرنج ښار د ښاري پلانونو تطبیق، د سړکونو د پراختیا د عملي کېدو زمینه برابرول، د ښار دننه او شاوخوا ساحو د نظم او معیاري ښاري پراختیا ډاډ ترلاسه کول دي.
