د ترمیم او ساتنې په موخه د ملي شورا له تاریخي ودانۍ لیدنه وشوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۵ - ۱۰:۷
picture

۱۴۴۴/۱۱/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د تاریخي ابداتو او ښارونو د ترمیم او ساتنې ریاست تخنیکي ټیم د ترمیم او ساتنې په موخه د مخکینۍ ولسي جرګې او مشرانو جرګې له ودانیو او دغه راز د صنعت او سوداګرۍ وزارت له ودانۍ لیدنه وکړه.

د یاد ټیم په راپور کې راغلي، چې د تاریخي ودانیو د ترمیم، بیارغونې او ساتنې د قوانینو او اصولو له مخې، یادې ودانۍ کافي انکشافي بودیجې او زیات وخت ته اړتیا لريو چې د کور او ښار جوړولو وزارت یې ترمیم او ساتنې ته ژمن دی.

د اطلاعات او فرهنګ محترم وزارت د اسنادو او شواهدو پر بنسټ، د مخکینۍ ولسي جرګې او مشرانو جرګې د ودانیو عمر له اتیا (۸۰) کلونو زیات دی، چې د خپلې زمانې د مهندسۍ او معمارۍ عظمت او ارزښت، د رغنیزو عناصرو د ترکیب، د فرم ځانګړې ښکلا، فضاء، د مهندسۍ او هنري ریتمونو او نورو علایمو له مخې، د نیمه مدرنه سبک معماري په ډاګه کوي.

یادې ودانۍ د پلازمېنې کابل له لومړنیو ودانیو دي، چې د نوې کلاسیک معمارۍ وروسته په کال (۱۳۳۰ – ۱۳۴۰) یې د بنسټ ډبره اېښودل شوې ده.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/ 

نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۱:۲۹
Background image

د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د تایمني پروژې له ساحې څخه د ښاري سرغړونو په اړه نظارت ترسره شو

۱۴۴۸/۱/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو ته د رسېدنې لوی ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د خپلو دوامداره نظارتي برنامو په لړ کې د کابل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۳۷
Background image

د ودانیزو توکو د «میزان اعتماد» لابراتوار تخنیکي ارزونه او د فعالیتونو کیفیت وڅېړل شو

۱۴۴۸/۱/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د لابراتوار ریاست تخنیکي کمېټې د ودانیزو توکو د «میزان اعتماد» لابراتوار له تخنیکي او مسلکي فعالیتونو څخه هر اړخیزه ارزونه او تخنیکي څارنه ترسره کړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم قرارداد لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د وسایطو د اغېزمن مدیریت، شفافیت او خوندیتوب د پیاوړتیا په موخه، د وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم د نصب او فعالولو قرارداد د ( تکتاز). . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت