د بُست کلا د خاري ښوونځي له رغنیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۵/۹/۲۳
د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي سیدنیک محمد معتصم وايي، د دې ریاست د تخنیکي ټیم په ملیتا يې د بُست کلا اړوند د خاري لیسې له رغنیزو چارو څارنه وکړه.
د نوموړي په وینا، د دې پروژې د تعمیر لپاره د احاطوي دېوال ترڅنګ نورې رغنیزې چارې روانې دي، چې د پروژې قراردادي شرکت ته سپارښتنه وشوه، تر څو چارې د نقشې او قرارداد پاڼې مطابق مخته یوسي.
د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټیمونه په مرکز او ولایتونو کې د دولتي او غیر دولتي پروژو څخه څارنه کوي، تر څويې چارې په معیار برابرې تر سره شي.