د بغلان ولايت په ډنډ غوري ولسوالۍ کې د يو ښوونځي لپاره د ودانۍ جوړولو چارې بشپړې شوې
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د پېش ساخت قطعاتو د توليد فابریکې پر مټ دا ځل د بغلان ولايت په ډنډ غوري ولسوالۍ کې د قومندان تورجان شهيد لس صنفي ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه او ګټې اخېستنې ته وسپارله.
د ښوونځي دا ودانۍ په ۹۷۱ متر مربع ځمکه کې په معياري ډول د پوهنې وزارت له پراختيايي بوديجې څخه په ۲۳ ميلیونه ۱۴۳ زره افغانيو ورغول شوه.