د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ د اصلاحی ساحې توپوګرافي سروې تر سره شوه
۱۴۴۷/۰۶/۲۳
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست محترم رئیس وایي، د دې ریاست تخنیکي ټیم د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ د اصلاحی ساحي توپوګرافي سروې ترسره کړې ده.
د ښاغلي رئیس په وینا، په یاده سروې کې د اصلاحي ساحې د ۳۱۲۲.۰۹۵ جریبه ځمکې دقیق تخنیکي اندازه ګیري او معلومات راټول شوي دي، چې هدف یې د اصلاحي او انکشافي پلان ترتیبول دي.
د سروې او جي ای ایس ریاست مسؤلین وایي چې دغه معلومات به د سیمې د ښاري ترتیب، راتلونکو پراختیايي اسانتیاوو او متوازن پلان جوړونې لپاره بنسټیز اهمیت ولري. تخنیکي ټیم د ساحې ټول جغرافیایي، تخنیکي او طبیعي ځانګړتیاوې په دقیقه توګه ثبت کړې دي.
د یادې سروې پایلې به د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند تخنیکي برخو ته د پلان جوړونې، زېر بناوو د طرحې او د سیمې د منظم پرمختګ په برخه کې اساسي معلومات برابر کړي.
