د بدخشان ولایت د بهرنیو چارو ریاست د اداري ودانۍ د پاتې چارو پروژه بریالۍ بشپړه شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۵ - ۹:۲۶
بدخشان

۱۴۴۶/۱۱/۱۷

بدخشان کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي ولي الله الهي وایي، په دغه ولایت کې د بهرنیو چارو ریاست د اداري ودانۍ پاتې چارې د ټولو تخنیکي او ساختماني پړاونو تر بشپړولو وروسته په بریالیتوب سره پای ته رسېدلې او د ګټې اخیستنې لپاره چمتو شوه.

ښاغلی مولوي الهي وایي، یاده پروژه چې ۴،۱۱۲،۳۱۱ افغانۍ یې مجموعي قرارداد شوی، د ۱۴۰۳ کال د قوس په ۲۳مه نېټه پیل او د ۱۴۰۴ کال د ثور تر ۲۰مې نېټې پورې بشپړه شوه.

نوموړی وایي، دغه درې پوړیزې ودانۍ مهم کارونه لکه د المونیمي کړکیو او دروازو نصب، د اوبو رسولو او کانالیزاسیون سیستمونه، د برېښنا سیستم او اړوند تجهیزات، د تشنابونو او پخلنځي کاشي او سرامیک، داخلي رنګ‌مالۍ، د احاطې دیوالونو رنګ‌مالۍ، شنه ساحه، نیالګي کرل، او نور اړین ساختماني کارونه د معیار مطابق بشپړ شوي دي.

یاده پروژه د بدخشان ولایت د اداري زیربناوو د پیاوړتیا په موخه یو مهم ګام ګڼل کېږي، او تمه ده چې له هغې څخه د ګټې اخیستنې له لارې به د دې ولایت د دیپلوماټیکو او اداري خدماتو د لا ښه والي لپاره زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۱:۲
Background image

په غزني ولایت کې د روغتون له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۰۹

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي او نظارتي ټیم له لوري، د غزني ولایتي ملکي روغتون کې د انتظار خونې د جوړولو له روانو چارو څخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

د څارنې پر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۹:۵۴
Background image

په غزني ولایت کې د رشیدانو ولسوالۍ د اداري تعمیر پروژې له چارو څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۹

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي او نظارتي ټیم له لوري، د دغه ولایت د رشیدانو ولسوالۍ د ودانۍ له روانو چارو څخه څارنه ترسره شوه.

د څارنې په مهال په ساحه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۵:۳
Background image

د فراه ولایت د ښاروالۍ د درې پوړیزه هوټل له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۰۸

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د تخنیکي ټیم له لوري، د فراه ولایت د ښاروالۍ اړوند د درې پوړیزه هوټل د ودانۍ له روانو چارو څخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

یاده. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت