د بدخشان ولایت د ارغنجخواه ولسوالۍ د ښارګوټي ځمکه کروکي شوه
۱۴۴۴/۱۰/۳۰
د بدخشان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د دغه ولایت په ارغنجخواه ولسوالۍ کې د ښارګوټي جوړولو په موخه د ځمکې سکېچ او کروکي وکړه.
د دغې کروکي پر بنسټ، د ښارګوټي جوړولو په موخه د ځمکې حدود او اړخونه معلوم شول، چې له مخې یې د ښارګوټي پلان او نقشه جوړه او چارې پیل شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښارونو لپاره ښاري پلانونه جوړوي، تر څو په منظمه توګه د پلان مطابق پراختیا رامنځته شي او خلکو ته اسانتیاوې جوړې شي.