د بامیان ښار د تاریخي ابداتو سروې وشوه
۱۴۴۵/۰۵/۰۹
د کور او ښار جوړولو وزارت د پخوانیو ښارونو د ساتنې ریاست د متخصصینو ټیم د بامیان ولایت ته سفر کړی او هلته یې د تاریخي ابداتو سروې کړې ده.
په دغه سروې کې، په بامیان ښار کې د ضحاک او د غلغلې پخواني ښار ابدات، فرهنګي او تاریخي ساحې د یاد ولایت د اطلاعات او فرهنګ ریاست، ښاروالۍ او چاپېریال ساتنې ریاست سره په همغږۍ د خوندیتوب په موخه سروې شوې.
د کور او ښار جوړولو وزارت د هېواد په کچه د پخوانیو ښارونو، تاریخي ابداتو او فرهنګي اثارو خوندیتوب په موخه مناسب پروګرامونه لري چې په پلي کېدا سره به یې یاد ځایونه خوندي پاتې شي.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.