د بامیان ولایت د اطلاعات او فرهنګ ریاست شنه سیمه لندسکیپ شوه
۱۴۴۵/۱۱/۲
د بامیان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر امان الله امان وايي، د دې ریاست د تخنیکي ټیم له خوا د اطلاعات او فرهنګ ریاست د شنې سیمې نقشه ترتیب شوه.
ښاغلي انجنیر امان وویل، د بامیان ولایت د اطلاعات او فرهنګ ریاست په غوښتنه یې د یاد ریاست لپاره د شنې سیمې د پلې لارو نقشه او لندسکیپ ترتیب کړ.
د کور او ښار جوړولو وزارت د دولتي او غیرې دولتي ادارو په غوښتنه، د تعمیرونو، شنو سیمو او پلې لارو نقشي ترتیبوي او بیا یې د تطبیق لپاره بېرته اړوندې ادارې ته سپاري.