د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ودانیزو پروژو په اړه تازه خبرې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۲ - ۱۴:۹
ازبکستان

۱۴۴۶/۱۱/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني، په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د ښار جوړولو وزارت د ودانیزو پروژو محترم مسؤل شیرزاد عادلوف او مل هیئت سره وکتل.

په دې مهمه ناسته کې، ښاغلي عادلوف وویل، له هغه سره راغلي هیئت کې د بېلابېلو ودانیزو شرکتونو مسؤلین شامل دي چې د ودانیو د طرحې او ډیزاین، ښاري زیربناء، هوایي ډګرونو، توپوګرافي، او د ساختماني موادو چمتو کولو په برخو کې فعالیت کوي.

نوموړي وویل، دوی غواړي په افغانستان کې د کور او ښار جوړولو وزارت سره ګډې همکارۍ ته وده ورکړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر، الحاج شیخ حمدالله نعماني، د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، افغانستان کې د ودانیزو پروژو د پرمختګ لپاره د افغانستان او ازبکستان متخصصینو تجربې او پوهې باید یو له بل سره شریکې شي.

ښاغلي نعماني زیاته کړه، د افغانستان په ودانیزو چارو کې موجودې ستونزې د ګډې همکارۍ له لارې حل کیدای شي.

هغه وویل، تمه ده چې سږ کال به د افغانستان په بېلا بېلو سیمو کې ګڼ شمېر ودانیزې پروژې پیل شي، چې له دې سره به ساختماني موادو ته پراخه اړتیا پیدا شي.

ښاغلي سرپرست وزیر د ازبکستاني شرکتونو څخه غوښتنه وکړه، چې د دې موادو چمتو کولو ته مناسب نندارتون او بیې ورکړي، تر څو د ودانیزو پروژو لپاره لازم توکي په ښه توګه برابر شي.

په ورته وخت کې، ښاغلي عادلوف د کور او ښار جوړولو وزارت مسؤلینو او انجنیرانو څخه غوښتنه وکړه چې په کابل کې د ازبکستان د ساختماني موادو او مهندسي شرکتونو نندارتون څخه لیدنه وکړي.

دغه راز، ښاغلي عادلوف د افغانستان د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني ته بلنه ورکړه، تر څو ازبکستان هېواد ته سفر وکړي، د ازبکستان د کور او ښار جوړولو وزیر او مسؤلینو سره لیدنې وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې همکارۍ لپاره نوې لارې پرانیزي.

په پای کې، وزیر نعماني د کور او ښار جوړولو وزارت اړوندو ریاستونو ته لارښوونه وکړه، چې د ازبکستاني متخصصینو سره د همغږۍ لپاره لازم تدابیر ونیسي او د راتلونکو اقدماتو لپاره لاس په کار شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۹:۲۱
Background image

د لوی نظارت د الحاقیې ودانۍ او د مخابراتو وزارت د جومات د پروژو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، د لابراتوار محترم ریاست اړوند تخنیکي ټیم د لوی نظارت د ودانۍ د الحاقیې او د مخابراتو محترم وزارت د جومات د ودانۍ له پروژو څخه څارنه وکړه.

د لوی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۵۸
Background image

میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌ ایس ریاست تخنیکي ټیم د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د توپ دښتې په ساحه کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل کړه.

د یاده سروې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۲۸
Background image

د کابل–بګرام سړک او د هرات د نورم او سټنډرډ لابراتوار پروژو لابراتواري ازموینې وڅارل شوې

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم د کابل–بګرام سړک او د هرات ولایت د نورم او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت