د اتمې ناحیې قلعچه خمدان ساحې جامع ښاري مطالعات بشپړ شول

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۱:۰
اتمه ناحیه

۱۴۴۷/۰۸/۲۱

د ښاري مطالعاتو ریاست د کابل ښار د منظمې پراختیا ستراتیژۍ له مخې، د اتمې ناحیې د قلعچه خمدان ساحې جامع، علمي، تخنیکي او ښاري مطالعات په بریالیتوب سره بشپړ کړل.

دغو مطالعاتو کې د ساحې فزیکي، تخنیکي، زیربنايي، اقتصادي، ټولنیز او چاپېریالي اړخونه و ارزول شول، پایلې ښيي چې ساحه د منظمې، دوامدارې او معیاري ښاري پراختیا لپاره لوړ ظرفیت لري.

قلعچه خمدان د ښار د مهمو شریانونو سره نږدې موقعیت لري، د دولت ملکیت ده او له غیرقانوني ودانیو پاکه ده، چې د پانګونې او ښاري پراختیا لپاره ستراتیژیک فرصت برابروي.

د KUDF د پلان له مخې، ساحه د مختلط متوسط منزل او رهایشي متوسط منزل کاربری لري او د ۲ څخه تر ۲۰ پوړیزو ودانیو د اعمار ظرفیت لري، ساحه د کورونو د اړتیاوو پوره کولو، د نفوس د فشار کمولو، د ځايي اقتصاد د ځواکمنتیا او د کار فرصتونو د پراختیا لپاره مناسبه ده.

ساحه د برېښنا، مخابراتو او فایبر نوري شبکې له نسبي پوښښ برخمنه ده، او وړاندیز شوي سړکونه یې د احمد شاه بابا سړک سره نښلوي.

راپور څرګندوي چې د ساحې قانونمند، منظم او دوامدارې پراختیا لپاره د حقوقي وضاحت، د پلان مطابق پراختیا، د زیربناوو پراختیا، چاپېریالي مدیریت او د ټولنې فعال مشارکت ته اړتیا ده.

دغه مطالعات د ښاري پراختیا د ستراتیژیکو پریکړو لپاره بنسټیزه سرچینه او د ښار د منظم، خوندي او معیاري پراختیا په موخه مهم لارښود ګڼل کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۵۵
Background image

د نمیروز ولایت د مهاجرینو د ښارګوټي لپاره اصلاحي تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۷/۱۱/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د نیمروز ولایت د مهاجرینو د ښارګوټي اړوند اصلاحي تفصیلي پلان منظور کړ.

دا مهم ګام د یاد ولایت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۱۱
Background image

د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ودانیزو چارو له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د اړوند آمریت د هدایت او د دوامداره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۱:۳۰
Background image

د میدان وردګ ولایت د مهاجرینو د ښارګوټي لپاره اصلاحي تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۷/۱۱/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د میدان وردګ ولایت د مهاجرینو د ښارګوټي اړوند اصلاحي تفصیلي پلان منظور کړ.

دا مهم ګام د یاد ولایت د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت