خوست ولایت کې د دولتي ادارو لپاره د څو خونو د مهندسي نقشه طرحه او ترتیب شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۵ - ۹:۱۹
picture

۱۴۴۵/۷/۲۲

د خوست ولایت د کور او ښار جوړولو رئيس محترم مولوي حضرت جمال صلاح وايي، تخنیکي ټیم یې په دغه ولایت کې د دولتي ادارو لپاره د څو خونو د مهندسۍ نقشه طرحه او ډیزاین کړه.

مولوي حضرت جمال صلاح وایي، په خوست ولايت کې د شهيدانو او معلولينو چارو رياست لپاره د دوه اداري خونو د مهندسۍ نقشې، د محبس د امریت دوه خونې او د خوست پر سړک د يعقوبي مسجد شریف د اړتیا وړ ځایونو نقشې ډيزاين او ترتيب شوې.

دغه راز، د خوست ولایت د اداري کمپلکس دننه د مسجد شریف د ځمکې سرحدونه په نښه، سکیچ او کروکي یې ترسره شوه.

یادې نقشې د اړوندو ادارو په غوښتنه په معیاري او اصولي ډول طرحه او ډیزاین شوې، چې د تطبیق په موخه بېرته یادو ادارو ته سپارل کېږي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۴:۲۳
Background image

د جوزجان په مخابرات ریاست کې د ښوونځي د ودانۍ د جوړولو چارې تخنیکي وڅارل شوې

۱۴۴۸/۵/۹

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د مخابراتو ریاست د پمپ ‌خانې په ساحه کې د ښوونځي د ودانۍ د جوړولو له چارو څخه تخنیکي نظارت ترسره کړ.

د نظارت پر مهال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۲:۱۱
Background image

د شهید منصور ښارګوټي  د پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو ستونزې وڅېړل شوې

۱۴۴۸/۵/۹

د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست په مشرۍ ګډ کمېسیون د بهسودو ولسوالۍ اړوند د شهید منصور ښارګوټي څخه لیدنه وکړه او د پاکو اوبو او لومړنیو روغتیايي خدمتونو ستونزې یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

په ارزګان کې په استوګنیزه نمره کې د دوکانونو جوړولو مخه ونیول شوه

۱۴۴۸/۵/۹

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د ښاري پلانونو د تطبیق د څارنې په موخه د ښار په لومړۍ، دویمې او درېیمې ناحیو کې د ساختماني. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت