جوزجان کې څه باندې ۲۷۲ زره جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۴ - ۱۰:۳۳
جوزجان

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو بانک برنامې په دوام، د  جوزجان ولایت اړوندو سېمو په ۲۷۹ قطعو کې،  ۲۷۲ زره او ۲۶۵ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه ۲۱۳۰۹۱ جریبه سپينه دولتي ځمکه او پاتې ۵۹۱۷۴ جریبه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې ثبت شوي دي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد ۳۱ ولایتونو په ۶۹۳۹ قطعو کې، ۶ مېلیونه ۸۱۱ زره او ۴۸۲ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه د لویو پرمختیایي او اقتصادي  پروژو د پلي کېدو په موخه سروې او ثبت کړي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۶ - ۱۱:۱۰
Background image

د زابل ولایت په سیوري ولسوالۍ کې د ابتدایي محکمې د ځمکې سروي ترسره شوه

۱۴۴۷/۸/۷

د زابل ولایت د کور او ښارجوړولو ریاست تخنیکي ټیم د سیوري ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته یې د یادې ولسوالۍ د ابتدایي محکمې د ځمکې سروي ترسره کړه.

د یادې سروي په ترڅ کې د ابتدایي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د پیروزي امارتي ښارګوټي نوم بدلون وموند او له دې وروسته په نوي نوم ونومول شو

۱۴۴۷/۸/۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د هغه هڅو په لړ کې چې درنو هېوادوالو ته د معیاري او مناسب مسکن او سرپناه زمینه برابره کړي، ګام په ګام پرمختګونه لیدل کېږي.

هغه امارتي استوګنیز. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۵ - ۱۲:۱
Background image

په کابل ښار کې د ودانیزو پروژو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۸/۶

د ښاري تخلفاتو د رمخنیوی او د پروژو د تطبیق د څارنې ریاست اړوند ټیم، د کابل ښار د درېیمې ناحیې اړوندو سیمو (کارته مامورین، کارته سخي او کوټه ‌سنگي) څخه نظارت ترسره کړ.

د یاد. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت