جلال اباد ښار کې د نږدې څلور سوه میلیونه افغانیو په ارزښت سوداګریز مارکېټ جوړېږي

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۷ - ۱۱:۵۹
picture

۱۴۴۵/۰۷/۲۵

د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو محترم رئیس مولوي محمد نبي سعیدي وایي، د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د (۳۶۰) میلیونه افغانیو په ارزښت یو ستر سوداګریز مارکېټ جوړېږي.

د مولوي محمد نبي سعیدي په خبره، یاد مارکېټ په شپږ پوړونو کې د ارزاق دولتي شرکت او د شهزاده ساپي خصوصي شرکت له لوري جوړېږي چې د رغنیزو چارو د کیفیت خوندیتوب او معیار څارنه یې د یاد ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست په غاړه ده.

نوموړی وایي، اوسمهال د پلازمېنې او نورو ولایتونو ترڅنګ ننګرهار کې د پانګونې او سوداګرۍ لپاره په لوړه کچه زمینه برابره شوې ده او هر څوک کولای شي د ښارګوټو، مسکن او نورو برخو کې د خپلې خوښې پانګونه وکړي.

د یاد سوداګریز مارکېټ د ننګرهار په څلورمه ناحیه کې جوړېږي چې په جوړولو کې به یې له سیمه ییزو موادو کار واخیستل شي او په اته نیم (۸.۵) جریبه ځمکه کې جوړېږي.

د معلوماتو له مخې، په یاد سوداګریز مارکېټ کې به له (۱۵۰) زیاتې هټۍ جوړې شي چې رغنیزې چارې به یې په (۱۸) میاشتو کې بشړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۴:۲۳
Background image

د جوزجان په مخابرات ریاست کې د ښوونځي د ودانۍ د جوړولو چارې تخنیکي وڅارل شوې

۱۴۴۸/۵/۹

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د مخابراتو ریاست د پمپ ‌خانې په ساحه کې د ښوونځي د ودانۍ د جوړولو له چارو څخه تخنیکي نظارت ترسره کړ.

د نظارت پر مهال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۲:۱۱
Background image

د شهید منصور ښارګوټي  د پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو ستونزې وڅېړل شوې

۱۴۴۸/۵/۹

د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست په مشرۍ ګډ کمېسیون د بهسودو ولسوالۍ اړوند د شهید منصور ښارګوټي څخه لیدنه وکړه او د پاکو اوبو او لومړنیو روغتیايي خدمتونو ستونزې یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

په ارزګان کې په استوګنیزه نمره کې د دوکانونو جوړولو مخه ونیول شوه

۱۴۴۸/۵/۹

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د ښاري پلانونو د تطبیق د څارنې په موخه د ښار په لومړۍ، دویمې او درېیمې ناحیو کې د ساختماني. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت