بلخ کې څه باندې ۱۵ زره جریبه دولتي ځمکه استرداد شوه
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د هېواد په شمال بلخ ولایت کې د غصب پر وړاندې د مبارزې په لړ کې په تازه توګه په دوو پړاوونو کې څه باندې ۱۵ زره جریبه دولتي ځمکه استرداد کړه. د دغې اندازې ځمکې په لومړي پړاو کې د حیرتانو په دوه لاري کې څه باندې ۵ زره جریبه دولتي ځمکه استرداد او پرې جوړ شوي ملکیتونه هم وران شول.
پر دې سربېره د مزار شریف ښار ته نږدې په دشت شور سیمه کې هم څه باندې ۱۵ زره جریبه غصب شوې ځمکې له ډلې څخه څه باندې ۷۰ سلنه هغه استرداد شوي دي او پاتې ۳۰ سلنه هغه باندې چې ښارګوټي جوړ شوي دي، ډېر ژر استرداد کیږي.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت همدا رنګه د دغې اندازې دولتي ځمکې د غصب په تړاو په لسګونه تنه غاصبین هم پېژندلي دي او ډېر ژر به یې عدلي او قضايي ارګانونو ته د پوښتنو او ګروېږنو لپاره ور وپېژني.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په بلخ ولایت کې له ۱۸۰ زره جریبه غصب شوې دولتي ځمکې څخه څه باندې ۸۰ زره جریبه هغه یې استرداد کړې او جدي ژمنه لري چې پاتې نوره هم استرداد کړي.
د یادونې ده چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه پورې په ټول هېواد کې څه باندې ۵۰۰ زره جریبه غصب شوې دولتي ځمکې پر استرداد سربېره، ۱۸۸۲۳ غاصبین یې پېژندلي او له ډلې ۱۵۸۲۳ تنه یې عدلي او قضايي ارګانونو ته ور پېژندلي دي.