بلخ کې له ۵۰ جريبو څخه زياته دولتي ځمکه استرداد شوه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۴ - ۱۰:۲۹
بلخ

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو د استرداد په لړ کې دا ځل د بلخ ولايت په مارمل ولسوالۍ کې ۵۷ جريبه دولتي ځمکه د غاصبينو له منګولو خلاصه کړې ده.

دا ټوټه ځمکه له څو کلونو راهېسې د ځايي زورواکانو تر شخصي استفادې لاندې وه، خو اوس د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په زيار ترې د معقولې او موثرې استفادې لپاره زمينه برابره شوه.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه په ټول هېواد کې ۱۵۷۴۴ جريبه دولتي ځمکه له غاصبينو خلاصه کړې او ټاکل شوې چې تر دې وروسته هم دې لړۍ ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۵:۶
Background image

د کابل ښار د احمدشاه بابا مېنې په شنو ساحو کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۶/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو د کابل ښار د دولسمې ناحیې اړوند احمدشاه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۴:۴۴
Background image

د نوي کابل ښار اړوند د کابل–بګرام سړک د لومړۍ برخې د قیر اچونې چارې بشپړې شوې

۱۴۴۸/۶/۱۲

د نوي کابل ښار اړوند د کابل–بګرام سړک د لومړۍ برخې د قیر اچونې چارې، بشپړې شوې. د یادې برخې د قیر اچونې بهیر د کور او ښار جوړولو وزارت د نوي کابل ښار لوی ریاست د تخنیکي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۴:۲۵
Background image

د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ د سلوزۍ سیمې توپوګرافیکه سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۶/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ د سلوزۍ سیمې د ۵۲۴۰.۷۶ جریبه ځمکې توپوګرافیکه سروې بشپړه کړه.

یاده سروې د دې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ کال ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت