بلخ کې له ۲۲۰ زره جريبو څخه زياته دولتي ځمکه سروې او ثبت شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو بانک پروګرام له لارې په بلخ ولايت کې تر اوسه ۲۲۳۶۷۷ جريبه ځمکه او دولتي املاک سروې او ثبت کړي دي.
له دې ډلې څخه په ۲۴ قطعو کې ۱۹۴۴۴۸ جريبه سپينه دولتي ځمکه ده او په ۱۰۳ قطعو کې ۲۹۲۲۹ جريبه د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکيتونه دي چې د بلخ ولايت په مرکز او بېلابېلو ولسواليو کې موقعيت لري.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه د هېواد په ۲۸ ولايتونو کې په ۵۲۹۲ قطعو کې ۴ ميليونه ۵۶۹ زره او ۱۰۲ جريبه ځمکه او دولتي املاک سروې، نقشه او ثبت کړي دي.