د کابل ښار ۱۵مې ناحیې اړوند د خواجه رواش او شیخ زاهد ښارګوټو له ساحو تخنیکي نظارت ترسره شو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۲:۳۴
ناحیه ۱۵

۱۴۴۷/۱۲/۰۸

د ښاري تخلفاتود مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د دوامدارو نظارتي پروګرامونو په لړ کې، د کابل ښار ۱۵مې ناحیې اړوند د خواجه رواش او شیخ زاهد ښارګوټو څخه تخنیکي نظارت ترسره کړ.

یاد نظارت د ښارګوټو د اوسېدونکو د عرایضو پر بنسټ ترسره شو، چې په ترڅ کې یې د شنو ساحو، سړکونو او پلې لارو په مسیر کې د هټیو جوړولو او همداراز د عامه ګټې ساحو د کارونې د بدلون موارد له نږدې وڅارل شول.

د نظارت پر مهال هغه ساحې چې په کې ښاري تخلفات ترسره شوي وو، مهر او لاک شوې او اړوندو متخلفینو ته سپارښتنه وشوه چې خپلې ټولې چارې د منظور شوو تفصیلي پلانونو، ښاري اصولو او نافذه قوانینو مطابق تنظیم کړي.

د کابل ښار په بېلابېلو ښارګوټو کې به د نظارت او ارزونې لړۍ د ټاکل شوي پلان له مخې په دوامداره ډول روانه وي، څو د ښاري پلانونو دقیق تطبیق، د غیرمعیاري تراکم مخنیوی، د ساختماني کیفیت لوړوالی او د ښاري مدیریت پیاوړتیا یقیني شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۲۱
Background image

په نوي کابل ښار کې د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي اصلاحي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د نوي کابل ښار د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونو او قانوني مراحلو تر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۵۳
Background image

د دایمي مېشتېدنې پروګرام چټک روان دی؛ د ځمکو وېش ۴۹ زره کورنیو ته ورسېد

 ۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې، د تیرې شنبې په ورځ د هېواد په پنځو ولایتونو کې ۸۱۸ راستنېدونکو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۱۶
Background image

د غور ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان تائید او لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د غور ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونې وروسته تائید او لاسلیک شو.

یاد. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت