بدخشان کې له ۱۰۰۰ جريبو زیات څړځايونه ثبت شول
ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د څړځايونو سروې، ثبت او نښه کولو لړۍ په دوام دا ځل بدخشان ولايت کې ۱۰۵۸ جريبه د څړځايونو ځمکه سروې او ثبت کړه.
دا ځمکه د ياد ولايت په مرکز او بېلابېلو ولسواليو کې په پنځو قطعو کې سروې او ثبت شوې ده.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د څړځايونو د سروې او ثبت لړۍ له پيل راهېسې تر اوسه د هېواد په ۲۸ ولايتونو کې ۷۹۳۶۶۹ جريبه د څړځايونو ځمکه سروې او ثبت کړې ده.