ارزګان ولایت کې د کډوالو د ښارګوټي په تړاو ناسته وشوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۴ - ۱۴:۴۷
ارزګان

۱۴۴۶/۵/۲

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي روح الله ابو احمد وايي، د ا.ا.ا د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان پر بنسټ، په دغه ولایت کې بې سرپناه کډوالو ته د ځمکو د وېش په اړه د ولایت له محترم والي سره ناسته وشوه.

په دغه ناسته کې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ محترم ریاست، د کلیو بیارغونې او پراختیا محترم ریاست، د چاپیریال ساتنې محترم ریاست او نورو اړوندو ریاستونو او ادارو استازو ګډون کړی وو، چې د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم رئیس لخوا ګډونوالو ته د دې ښارګوټي په تړاو هر اړخیز معلومات ورکړل شول.

د یادولو ده، چې په ارزګان ولایت کې د کډوالو د ښارګوټي توپوګرافي سروې شوې او په لنډ وخت کې به یې ستراتیژیک پلان هم چمتو شي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۳۶
Background image

د فاریاب ولایت د ملي راډیو تلویزیون د اداري ودانۍ پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته چمتو شوه

 

۱۴۴۶/۱۲/۸

فاریاب کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي خالمیرزا ذوالفقار وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې په دغه ولایت کې د ملي راډیو ټلوېزیون د اداري امریت د نوې ودانۍ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۱۴
Background image

د قول هزاره ښارګوټي چارې وځنډول شوې

۱۴۴۶/۱۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، تخنیکي ټیم یې په کابل کې د قول هزاره استوګنیز ښارګوټي له وضعیت څارنه او ارزونه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۹:۱۷
Background image

د غزني ولایت آب بند ولسوالۍ کې د مسجد ودانیزې چارې د تخنیکي څارنې لاندې دي

۱۴۴۶/۱۲/۸

غزني ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د ودانیزو چارو انجنیر ښاغلي نجیب‌الله نجیب له لوري، د آب بند ولسوالۍ اړوند د جوړېدونکي مسجد. . .

BACK TO NEWS