د بدخشان د اناردرې ښوونځي د جوړېدو چارې له ۸۰ سلنه زياتې پر مخ تللي
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د بدخشان ولايت د يفتل پائين ولسوالۍ په انار درې ولسوالۍ کې د ښځينهو لپاره د ۱۰ صنفي ښوونځي او ليليې ودانۍ د جوړېدو چارې ۸۷ فيصده بشپړې کړي دي.
دا دوه ودانۍ په ۶۷۰ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړيز ډول د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له بوديجې څخه په ۲۶ ميليونه او ۲۰۰ زره افغانيو رغول کيږي.
د دې پروې په پلي کېدو سره به په سيمه کې د نجونو زدهکوونکو هغه ستونزې حل شي چې د ښوونځي ودانۍ او ليليې د نشتون له امله ورسره مخ وو.