د پنجشېر ښاروالۍ لپاره د مراجعينو د خدماتو مرکز ودانۍ د جوړولو چارې له نيمايي زياتې بشپړې شوي
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د پنجشېر ولايت ښاروالۍ لپاره د مراجعينو د خدماتو مرکز ودانۍ د جوړولو چارې تر ۶۸ فيصده رسولي او ډير ژر به يې ګټې اخېستنې ته وسپاري.
دا ودانۍ په ۲۷۰ متر مربع ځمکه کې په يو پوړيز ډول د ملګرو ملتونو د پراختيايي برنامې له مرستو څخه په ۳ ميلیونه او ۷۰۰ زره افغانيو رغول کيږي.
د دې ودانۍ په جوړېدو سره به د پنجشېر ولايت په ښاروالۍ کې د مراجعينو شته ستونزې هوارې او په خدماتو کې به چټکوالی رامنځته شي.