په نيمروز او غور ولايتونو کې له ۳۰۰ زرو جريبو څخه زياته دولتي ځمکه سروې او ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۱۲ - ۱۳:۴۶
نیمروز

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو د بانک برنامې له پيل راهيسې په غور او نيمروز ولايتونو کې ۳۴۸۱۵۲ جريبه سپينه دولتي ځمکه او د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکيتونه سروې او ثبت کړي دي.

له دې ډلې څخه ۲۳۲۲۲۱ جريبه سپينه ځمکه او دولتي املاک په نيمروز ولايت کې او  ۱۱۵۹۳۱ جريبه ځمکه او دولتي املاک په غور ولايت کې موقعيت لري.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه د هېواد په ۲۸ ولايتونو کې په ۵۲۹۲ قطعو کې ۴ ميلیونه ۵۶۹ زره او ۱۰۲ جريبه ځمکه او دولتي املاک سروې، نقشه او ثبت کړي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۵
Background image

د کور او ښار جوړولو وزیر د تخار ولایت د ښاري پراختیا او راتلونکو پلانونو په اړه غونډه وکړه

۱۴۴۸/۱/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د تخار ولایت له محترم ښاروال مولوي عبدالغفور سیرت، د کور او ښار جوړولو له محترم رئیس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳
Background image

د پکتیا ولایت د زاهو صنعتي پارک تفصیلي پلان بشپړ، تائید او لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري، د پکتیا ولایت د زاهو صنعتي پارک تخنیکي تفصیلي پلان تائید او لاسلیک شو.

د کور او ښار جوړولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۴۴
Background image

د بغلان ولایت د چمقلعه صنعتي پارک تفصیلي پلان وروستی، تائید او لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري، د بغلان ولایت د چمقلعه صنعتي پارک تفصیلي پلان تائید او لاسلیک شو.

د کور او ښار جوړولو وزارت. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت