محترم محمد جواد پیکار د خیرخواه مارکېټ دوکاندارانو او سوداګرو سره ولیدل

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۱ - ۱۱:۵۷
کابل

په دې کتنه کې چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د غونډو په تالار کې وشوه، په لومړي سر کې د خیرخواه مارکېټ دوکاندارانو او سوداګرو د کار موقتي اجازې ترلاسه کولو، د دغه مارکېټ په ساحه کې د امنیتي پوستې لېرې کولو او د نورو ستونزو دایمي حل په تړاو د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د مرستې غوښتنه وکړه.

وروسته د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر محترم محمد جواد پیکار په کابل کې د خیرخواه مارکېټ دوکاندارانو او سوداګرو سره د اوښتي اقتصادي زیانونو له امله د خواخوږي په څرګندولو سره زیاته کړه چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ستونزو په هواري کې له هېڅ راز هڅو څخه ډډه نه کوي.

د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر وویل، د خیرخواه مارکېټ دوکاندارانو او سوداګرو د شته ستونزو دایمي حل لپاره پلان دا دی چې په لنډ وخت کې د خیرخواه مارکېټ او یا د پلازمېنې په کومه بله سیمه کې په معیارونو برابر سوداګریز کمپلکس جوړ کړي چې دې سره به د هر راز احتمالي خطرونو مخه ونیول شي.

په دې توګه د کار د موقت جواز ورکړې او همدا راز امنیتي پوستې لېرې کولو په اړه د خصوصي سازۍ عمومي ریاست ته لارښوونه وشوه چې دوکاندارانو او سوداګرو سره په پوره همغږي د اړتیا وړ سندونو سره مل یو وړاندیز جوړ کړي او د جمهوري ریاست عالي مقام ته د منظوري لپاره ور واستوي.

دې سره په خوا کې د خصوصي سازۍ عمومي ریاست ته دنده واخیسته چې د دولتي ځمکو او املاکو کړنلارې په رڼا کې د خیرخواه مارکېټ استازیو سره په همغږي له یاد مارکېټ څخه د موقتې ګټنې په پار یو قرارداد چمتو او د هغه پر بنسټ عملي کارونه ترسره شي.

په پای کې د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر یو وار بیا د خیرخواه مارکېټ زیانمنو دوکاندارانو او سوداګرو ته ډاډ ورکړ چې د هغو ستونزو حل لپاره په قاطع ډول رسېده‌ګي کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۲۲
Background image

د سرپل په سانچارک ولسوالۍ کې د تفریحي پارک د پروژې له چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۹/۲۹

سرپل ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست اړوند تخنیکي ټیم د سرپُل ولایت د سانچارک ولسوالۍ د ښاروالۍ اړوند د تفریحي پارک د پروژې له روانو چارو څخه څارنه او ارزونه وکړه.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۱۶
Background image

په لغمان ولایت کې د کابل ـ جلال‌اباد هډې د پمپ سټېشن او موټرو مینځلځای پروژې له چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۹/۲۹

د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست فني او مسلکي ټیم، په دغه ولایت کې د کابل ـ جلال‌اباد هډې اړوند د ښاروالۍ د پمپ سټېشن او موټرو مینځلځای پروژې له روانو چارو څخه تخنیکي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۴۲
Background image

په کندهار ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست نوی رئیس وټاکل شو

۱۴۴۷/۰۹/۲۹

په کندهار ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست لپاره محترم مولوي عبدالحنان (حامد) د نوي رئیس په توګه وټاکل شو.

د نوي رئیس ټاکنه د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

4 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت