هرات ولايت کې د يو جومات د جوړېدو چارې پيل شوې
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د هرات ولايت په کشککهنه ولسوالۍ کې د يو جومات د جوړېدو چارې پيل کړې.
دا جومات چې په يو وخت کې د ۳۴۰ لمونځ کوونکو ظرفيت لري، په ۳۷۰ متر مربع ځمکه کې جوړيږي او يوه د اوبو څښلو څاه، معياري اودس ځای او د سپتيک څاه هم په کې په پام کې نيول شوي.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ديني او فرهنګي ځايونو اهميت ته په پام سره د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د جوماتونو د رغولو او بيارغولو چارې ګړندۍ کړي دي.