د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ودانیزو پروژو له روانو چارو څارنه ترسره شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۳:۵۸
۴ مه ناحیه

1448/1/4

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ودانیزو پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د خپلو دوامداره څارنیزو فعالیتونو په لړ کې، د کابل ښار څلورمې ناحیې ته مراجعه وکړه او د شهید څلورلارې څخه د تایمني پروژې تر پنځم سړک پورې د یو شمېر ساختماني پروژو له چارو څخه ساحوي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال هغه پروژې وکتل شوې چې د نافذه قوانینو، منظور شوو ښاري پلانونو او یا د ګاونډیانو د حریم د نقض احتمالي نښې په کې موجودې وې، چې له ډلې یې د غیرقانوني کړکیو او نورو ساختماني بدلونونو موضوعات هم شامل وو.

 په دې لړ کې د هغو ودانیو ساختماني چارې ودرول شوې چې د نافذه مقرراتو خلاف یې فعالیت درلود.

همداراز له هغو مالکینو څخه چې د خپلو پروژو قانوني اسناد او جوازونه یې نه وو وړاندې کړي، غوښتنه وشوه چې خپل اسناد د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست ته وسپاري، ترڅو له دقیقې ارزونې وروسته، د هر ډول تخلف په صورت کې لازم قانوني اقدامات ترسره شي.

د یادې څارنې موخه د منظور شوو ښاري پلانونو سم تطبیق، د غیرمعیاري تراکم مخنیوی، د ښاري نظم ټینګښت، د ګاونډیانو د حقوقو او حریم ساتنه، د ساختماني کیفیت لوړول او د ښار د مدیریت ښه‌والی دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۱۴
Background image

د پل‌علم ښار د داخلي سړک د قیر اچونې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۳/۴

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د یاد سړک د قیر اچونې چارو څخه څارنه وکړه، د څارنې پر مهال د سړک د قیر اچونې چارې په عملي ډول روانې وې او د کار د کیفیت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۴:۹
Background image

د خواجه موسی ولسوالۍ د تفصیلي پلان لپاره د سروې پروسه بشپړه شوه

۱۴۴۸/۳/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم، د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له تخنیکي ټیم سره په همغږۍ، د خواجه موسی ولسوالۍ د تفصیلي پلان د ترتیب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۲:۴
Background image

د ننګرهار د چاپېریال ساتنې ریاست د اداري تعمیر له دانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۳/۴

د ننګرهار ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست په انګړ کې د اداري تعمیر د جوړولو ساختماني چارې د منظور شوې نقشې، تخنیکي اصولو او انجینري معیارونو مطابق په چټکۍ سره روانې دي.

د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت