د کونړ ولایت په اسعداباد ښار کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه اقدام وشو
۱۴۴۸/۶/۶
د کونړ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم له لوري د اسعداباد ښار د ډنډونو سیمې څخه د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه.
د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې یو تن په کرنیزه ساحه او د سړک په حریم کې د یوه سوداګریز ځای د جوړولو چارې پیل کړې وې.
د یاد ریاست تخنیکي ټیم د امنیتي ادارو په همکارۍ نوموړی کس راوغوښت او د یادو ودانیزو چارو د درولو اقدام یې وکړ.
همدارنګه، له نوموړي څخه لیکلې ژمنه واخیستل شوه چې له دې وروسته به له قانوني اجازې پرته هېڅ ډول ساختماني فعالیت نه ترسره کوي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري نظم، د منظور شویو پلانونو د تطبیق، د کرنیزو ځمکو او عامه حریمونو د ساتنې په موخه د ښاري سرغړونو د مخنیوي څارنې دوامداره ترسره کوي.
