د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې د ودانیو د تراکم او ځمکې د اشغال کچې تخنیکي څارنه ترسره شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۶ - ۱۵:۱۶
۱۱ ناحیه

1448/6/6

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنترول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست  تخنیکي ټیمونو د کاري پلان له مخې، د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې د بي‌ بي حوا لېسې شاوخوا کوڅو او د خیرخانې په لومړۍ حصه کې د جوړېدونکو ودانیو تخنیکي څارنه او ارزونه ترسره کړه.

د دې څارنې پر مهال هغه ودانیزې پروژې و ارزول شوې چې په اړه یې د ښاري قوانینو او منظور شویو پلانونو د احتمالي سرغړونو، د ګاونډیانو د حریم د نقض، د ودانیز تراکم د کچې د زیاتوالي او د ځمکې د غیرمجاز اشغال نښې لیدل شوې وې.

د یادې څارنې موخه د ودانیو د جوړولو پر مهال د منظور شویو ښاري پلانونو او ساختماني معیارونو رعایت، د غیرمجاز تراکم او د ځمکې د زیات اشغال مخنیوی، د ښاري نظم ساتنه، د ګاونډیانو د حقونو او خصوصي حریم خوندي کول او د ښاري مدیریت د بهیر ښه ‌والی دی.

د یادونې وړ ده، چې د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټيمونه د کاري پلان له مخې د کابل ښار په ټولو ناحیو کې د جوړېدونکو ودانیو د تراکم او ځمکې د اشغال کچې څارنه په دوامداره او هدفمنده توګه ترسره کوي او د تثبیت شویو سرغړونو په وړاندې به د نافذه قوانینو او مقرراتو له مخې لازم قانوني اقدامات ترسره شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۶ - ۱۵:۳۱
Background image

د کونړ ولایت په اسعداباد ښار کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه اقدام وشو

۱۴۴۸/۶/۶

د کونړ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم له لوري د اسعداباد ښار د ډنډونو سیمې څخه د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه.

د څارنې پر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۶ - ۱۵:۱۶
Background image

د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې د ودانیو د تراکم او ځمکې د اشغال کچې تخنیکي څارنه ترسره شوه

1448/6/6

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنترول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست  تخنیکي ټیمونو د کاري پلان له مخې، د کابل ښار په یوولسمه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۶ - ۱۳:۴۳
Background image

د ارزګان ښار په څلورو ناحیو او د خیرو کاریز په ښاري سیمو کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۶/۶

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم له لوري د ښار په لومړۍ، دویمې، درېیمې او څلورمې ناحیو او د خیرو کاریز په ښاري سیمو کې د ساختماني. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ کال ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت