د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي تفصیلي پلان لاسلیک شو
۱۴۴۸/۵/۲
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیبالله حیات حقاني د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي تفصیلي پلان لاسلیک کړ.
د یاد ښارګوټي په پخواني تفصیلي پلان کې ټولې ۱۵۹۸ استوګنیزې نمرې شاملې وې؛ خو د اصلاحي تفصیلي پلان له مخې، د استوګنیزو نمرو شمېر ۲۷۶۹ ته لوړ شوی، چې په پایله کې یې ۱۱۷۱ نوې استوګنیزې نمرې ورزیاتې شوې دي.
د دغه اصلاحي پلان ترتیب د ښارګوټي د ځمکې د اغېزمنې کارونې او د مهاجرینو لپاره د استوګنې د لا زیاتو فرصتونو د برابرولو په موخه ترسره شوی دی.
د کور او ښار جوړولو وزارت د معیاري ښاري پلانونو د اصلاح او ترتیب له لارې هڅه کوي، چې د مهاجرینو لپاره د استوګنې د مناسبو شرایطو برابرولو ترڅنګ، د ښارګوټو منظم پرمختګ او د ځمکې اغېزمنه کارونه تأمین کړي.
