د غزني ولایت د کډوالو ښارګوټي د دویم فاز تفصیلي پلان لاسلیک شو
۱۴۴۸/۵/۱
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیبالله حیات حقاني د غزني ولایت د کډوالو ښارګوټي د دویم فاز تفصیلي پلان لاسلیک کړ، دغه پلان د غزني ښار په شمال کې پر ۳۹۸۰.۷۵ جریبه ځمکه ترتیب شوی دی.
د یاد تفصیلي پلان د چمتو کولو چارې د کور او ښار جوړولو وزارت د تخنیکي کارکوونکو له لوري، د تخنیکي سروې له ترسره کېدو وروسته، د کډوالو او بې ځایه شویو هېوادوالو لپاره د مناسب او معیاري استوګنځي د برابرولو په موخه ترسره شوې دي.
په دغه پلان کې د ښار جوړونې اصول، معیارونه او ضوابط په پام کې نیول شوي او د سیمې د اوسېدونکو د اړتیاوو له مخې د ترانسپورتي خدمتونو، شنو ساحو، ښوونیزو او روغتیايي مرکزونو، سوداګریزو او مذهبي ځایونو، فرهنګي مرکزونو، عامه فضاوو، بنسټیزو تأسیساتو او نورو اړینو خدماتي برخو لپاره ساحې ځانګړې شوې دي.
د پلان له لاسلیک او منظورۍ وروسته به یې د تطبیق چارې د اړوندو ادارو له لارې پر مخ یووړل شي.
د دغه پلان په تطبیق سره به کډوالو او بې ځایه شویو هېوادوالو ته د خوندي او معیاري استوګنې د زمینې برابرولو ترڅنګ، د سیمې د منظمې پراختیا او د اقتصادي او ټولنیزو فعالیتونو د ودې لپاره هم فرصتونه برابر شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د معیاري ښاري پلانونو د ترتیب او تطبیق له لارې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د متوازن ښاري پرمختګ، د اړمنو هېوادوالو د استوګنې د ستونزو د حل او د ژوند د شرایطو د ښه والي لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
