د لغمان په شمه کټ سیمه کې د کډوالو لپاره د معیاري ښارګوټي تفصیلي پلان لاسلیک شو
۱۴۴۸/۵/۰۱
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیبالله حیات حقاني د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ په شمه کټ سیمه کې د کډوالو ښارګوټي تفصیلي پلان لاسلیک کړ.
دغه تفصیلي پلان د کډوالو او بې ځایه شویو هېوادوالو لپاره د مناسب او معیاري استوګنځي برابرولو په موخه د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري پر ۱۷۱۳.۴۰ جریبه ځمکه چمتو شوی دی.
د یاد پلان په ترتیب کې د ښار جوړونې اصول، معیارونه او ضوابط په پام کې نیول شوي او د سیمې د پراختیا او د اوسېدونکو د اړتیاوو له مخې بېلابېلې کارونې پکې مشخصې شوې دي.
د پلان له مخې، په دغه ښارګوټي کې د ترانسپورتي خدمتونو، شنو ساحو، ښوونیزو او روغتیايي مرکزونو، سوداګریزو او مذهبي ځایونو، فرهنګي مرکزونو، عامه فضاوو، بنسټیزو تأسیساتو او نورو اړینو خدماتي برخو لپاره ساحې په پام کې نیول شوې دي، څو د اوسېدونکو د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو ترڅنګ د یوه منظم او مناسب ښاري چاپېریال د رامنځته کېدو زمینه برابره شي.
د یاد پلان ترتیب د کډوالو او بې ځایه شویو هېوادوالو د ستونزو د حل او هغوی ته د خوندي او دوامدار سرپناه د برابرولو په برخه کې د وزارت د هڅو یوه برخه ده.
د پلان له منظورۍ وروسته به د اړوندو ادارو له لارې د تطبیق بهیر پیل شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت هڅه کوي، چې د معیاري ښاري پلانونو د چمتو کولو او تطبیق له لارې د کډوالو او نورو اړمنو هېوادوالو لپاره د استوګنې مناسب شرایط برابر، د ژوند کیفیت ښه او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د متوازن ښاري پرمختګ زمینه مساعده کړي.
