د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي هغه پانګوال چې پر خپلو ځمکو فابریکې نه جوړوي، قراردادونه به یې فسخه شي

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۱:۲۱
صنایع سبز

۱۴۴۸/۴/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني په خپل کاري دفتر کې د نوي کابل ښار اړوند د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي له یو شمېر پانګوالو سره وکتل او د یاد ښارګوټي د پانګونې، صنعتي فعالیتونو او شته ستونزو په اړه یې خبرې وکړې.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر د ناستې پر مهال وویل، چې د اسلامي امارت مشران ټول هېوادوال او پانګوال د خپلې کورنۍ غړي ګڼي او د هغوی د ستونزو د حل او چارو د سمون لپاره په پوره صداقت او امانتدارۍ کار کوي.

نوموړي زیاته کړه، چې په تېرو ادارو کې د رامنځته شویو ستونزو له امله د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي په ځینو برخو کې هم ستونزې موجودې وې، خو د دغو ستونزو د حل لپاره لازم اقدامات شوي او اوس په یاد ښارګوټي کې د پام وړ پانګونه روانه ده.

ښاغلي حقاني د هغو پانګوالو په اړه، چې پخوا یې په یاد صنعتي ښارګوټي کې ځمکې ترلاسه کړې، خو تر اوسه یې پر ځمکو صنعتي فعالیتونه نه دي پیل کړي او یا یې د قراردادونو له مخې پاتې قسطونه نه دي تحویل کړي، ټینګار وکړ، چې د خپلو تعهداتو عملي کولو ته باید جدي پاملرنه وکړي.

نوموړي څرګنده کړه، چې که یاد پانګوال خپل پاتې قسطونه تحویل نه کړي او پر ترلاسه شویو ځمکو د قراردادونو له شرایطو سره سمې فابریکې جوړې نه کړي، قراردادونه به یې فسخه او ځمکې به نورو پانګوالو ته ورکړل شي.

 د نوموړي په وینا، د دې پرېکړې موخه د صنعتي ځمکو اغېزمنه ګټه ‌اخیستنه، د پانګونې د بهیر چټکتیا او د تولیدي فعالیتونو پراختیا ده.

ورپسې، پانګوالو خپلې څرګندونې وکړې، د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر له دریځ څخه یې ملاتړ څرګند کړ او د خدماتو د ښه والي، د اصلاح شوي پلان د جوړېدو او عملي کېدو په برخه کې یې د وزارت له هڅو مننه وکړه.

پانګوالو همداراز د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي د لا ښه پرمختګ او د صنعتي فعالیتونو د پراختیا په موخه د برېښنا د برابرولو، د سړکونو د جوړولو او یو شمېر نورو خدماتي ستونزو یادونه وکړه او د حل غوښتنه یې وکړه.

د ناستې په پای کې د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي د ستونزو د حل، د پانګوالو د تعهداتو د عملي کېدو او د صنعتي فعالیتونو د پیاوړتیا موضوعات د بحث اساسي محورونه وو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۲:۵
Background image

په پلخمري ښار کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د بغلان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم د پلخمري ښار د دویمې ناحیې اړوند د دوه سوه کوتی سیمې کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي هغه پانګوال چې پر خپلو ځمکو فابریکې نه جوړوي، قراردادونه به یې فسخه شي

۱۴۴۸/۴/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني په خپل کاري دفتر کې د نوي کابل ښار اړوند د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي له یو شمېر پانګوالو سره وکتل او د یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۴۰
Background image

د تمیم انصار صنعتي پارک د بنسټیزو تاسیساتو پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۲۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د کابل ولایت په بتخاک سیمه کې د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک د بنسټیزو تاسیساتو پلان لاسلیک او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت