د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې د ودانیو د جوړولو له چارو څارنه وشوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۹:۱۶
۱۱ ناحیه

۱۴۴۸/۴/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنټرول، کیفیت او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم، د خپل کاري پلان له مخې، د کابل ښار د یوولسمې ناحیې د پنځم ګذر اړوند له ګولایي مسجد ابوبکر صدیق څخه تر پنجشیر واټ او د هغه له فرعي کوڅو پورې د ودانیو د جوړولو له چارو څخه تخنیکي څارنه او ارزونه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال هغه ودانیزې پروژې وکتل شوې چې د نافذه قوانینو، منظور شوو ښاري پلانونو او د ګاونډیانو د حریم د احتمالي سرغړونو نښې یې لرلې، چې له ډلې یې د غیرقانوني کړکیو او جالیو جوړول هم شامل دي.

همدارنګه، له هغو ودانیو د مالکانو څخه چې د خپلو پروژو رسمي اسناد، جوازونه او اړوند مدارک یې نه وو وړاندې کړي، غوښتنه وشوه چې یاد اسناد د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست ته وسپاري، څو له تخنیکي ارزونې او منظور شوو پلانونو سره له مطابقت وروسته، د سرغړونې د تثبیت په صورت کې قانوني اقدامات ترسره شي.

د دې څارنو موخه د منظور شوو ښاري پلانونو له مخې د ودانیو د جوړولو ډاډ، د بې ‌نظمۍ او بې‌ ځایه تراکم مخنیوی، د ګاونډیانو د حریم او حقونو ساتنه او د ودانیزو چارو د کیفیت لوړول دي.

د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د کاري پلان له مخې، په کابل ښار کې د ودانیو څارنې په دوامداره او هدفمند ډول ترسره کېږي او د هر ډول سرغړونې په صورت کې به د نافذه قوانینو له مخې لازم اقدامات ترسره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۴:۵۵
Background image

په ښرنه کې د احصایې او معلوماتو ریاست د عمومي دروازې د جوړولو له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۱

د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د پروژو د تطبیق د څارنې او ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم، د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې د احصایې او معلوماتو ریاست د عمومي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۴۱
Background image

د نوي کابل ښار د ام ـ اې ۰۵  سړک د جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د نوي کابل ښار د پراختیا عمومي ریاست تر مدیریت او تخنیکي څارنې لاندې، د نوي کابل ښار په محدوده کې د ام ـ اې ۰۵ سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۹:۱۶
Background image

د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې د ودانیو د جوړولو له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنټرول، کیفیت او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم، د خپل کاري پلان له مخې، د کابل ښار د یوولسمې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت