د قتیبه ابن سعید بغلاني (رح) صنعتي پارک مهم زیربنایي پلانونه منظور شول

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۲۶
بغلان

۱۴۴۸/۴/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د بغلان ولایت د قتیبه ابن سعید بغلاني (رح) صنعتي پارک اړوند یو شمېر مهم او اساسي زیربنایي پلانونه لاسلیک او منظور شول.

د یاد صنعتي پارک تفصیلي پلان تر دې وړاندې د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري ترتیب او منظور شوی و، چې د همدغه تفصیلي پلان پر بنسټ اوس د پارک د اړینو زیربناوو لپاره جلا تخنیکي پلانونه ترتیب او د وزارت د رهبرۍ له لوري منظور شول.

یاد زیربنایي پلانونه د صنعتي پارک د منظمې پراختیا، د بنسټیزو زیربناوو د معیاري طرحې او د اړینو خدماتو د منظمې برابرونې په موخه د تخنیکي معیارونو او اړتیاوو له مخې ترتیب شوي دي، چې د پلي کېدو له لارې به یې د پارک د راتلونکو پراختیايي او ساختماني چارو لپاره لازم تخنیکي چوکاټ برابر شي.

په منظور شوو زیربنایي پلانونو کې د سړک جوړولو پلان، د ۰.۴ او ۲۰ کیلوولټه برېښنا د شبکې پلان، د سړکونو د روښانتیا پلان، د اوبو رسولو او کانالیزاسیون پلان، د سطحي اوبو د ایستلو پلان ، د اوبو لګولو پلان او د فاضلابو اوبو د تصفیې پلان شامل دي.

د یادو پلانونو ترتیب او منظوري د صنعتي پارک د زیربنایي چارو د لا منظمولو ترڅنګ، د اوبو، برېښنا، ترانسپورتي اسانتیاوو، فاضلابو او سطحي اوبو د مدیریت په برخو کې د اړینو خدماتو د رامنځته کولو لپاره واضح تخنیکي زمینه برابروي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د رهبرۍ تر لارښوونې لاندې د صنعتي پارکونو لپاره د تفصیلي او زیربنایي پلانونو پرله‌پسې ترتیب او منظوري، د هېواد د صنعتي پراختیا لپاره د معیاري ښاري او زیربنایي زمینې د برابرولو او د منظمې پلان جوړونې په برخه کې د دغه وزارت د هڅو څرګندونه کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د کابل ولایت د بتخاک سیمې اړوند د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک تفصیلي پلان لاسلیک او منظور شو.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

د قتیبه ابن سعید بغلاني (رح) صنعتي پارک مهم زیربنایي پلانونه منظور شول

۱۴۴۸/۴/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د بغلان ولایت د قتیبه ابن سعید بغلاني (رح) صنعتي پارک اړوند یو شمېر مهم او اساسي زیربنایي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۴۷
Background image

د امام شقیق بلخي صنعتي پارک تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۴/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر، الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، د بلخ ولایت د حیرتان په دوه ‌لارې کې د «امام شقیق بلخي» صنعتي پارک تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

یاد صنعتي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت