د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک تفصیلي پلان منظور شو
۱۴۴۸/۴/۱۴
د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیبالله حیات حقاني له لوري د کابل ولایت د بتخاک سیمې اړوند د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک تفصیلي پلان لاسلیک او منظور شو.
یاد صنعتي پارک په ۱۰۰۰ جریبه ځمکه کې د معیاري زون بندۍ او پراختیايي اصولو له مخې طرحه شوی او د کورنیو صنعتونو د ودې او د کارموندنې د زمینې د برابرولو په موخه په دوو فازونو وېشل شوی دی.
په دې پارک کې ټولټال ۲۹۹ صنعتي نمرې د خوراکي توکو، درمل جوړونې، سپکو متفرقه صنعتونو، کرنیزو محصولاتو او وچې مېوې د پروسس برخو ته ځانګړې شوې دي. همدارنګه د سړکونو او پلي لارو شبکې، سوداګریز او خدماتي مرکزونه، مسجدونه، روغتیايي مرکز، د برېښنا د لېږد حریم او شنې ساحې هم په پلان کې په پام کې نیول شوې دي.
