د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ، د ښاري پلانونو او نقشو د ویزه کولو عالي کمېسیون غونډه وکړه او پر یو شمېر مهمو موضوعاتو یې هر اړخیز بحثونه وکړل
۱۴۴۸/۴/۱
د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ د ښاري پلانونو او نقشو د ویزه کولو عالي کمېسیون خپله درېیمه ناسته وکړه، چې پر یو شمېر مهمو ښاري مواردو یې خبرې اترې وکړې.
په دې ناسته کې، د کابل محترم ښاروال مولوي عبدالرشید بلوچ، د کابل ښاروالۍ محترمو تخنیکي استازو، د ودانیزو جوازونو د تحلیل او صدور محترم رئیس، د برېښنا شرکت محترم رئیس، د کرنې او مالدارۍ وزارت د اراضۍ محترم رئیس، د امارتي اوبو رسولو او فاضلابو شرکت محترم رئیس، او د اطلاعاتو او فرهنګ محترم رئیس ګډون کړی وو.
د غونډې اساسي موخه دا وه، ترڅو د پلان جوړولو د اسنادو هر اړخیزه ارزونه وشي، د اړوندو ادارو ترمنځ همغږي رامنځته شي، د تخنیکي ملاحظاتو پېژندنه او له باوري اسنادو، موجوده وضعیت، ښاري زیربناوو له ظرفیت، ملکیتونو او نورو قانوني او تخنیکي اړتیاوو سره د وړاندیز شویو پلانونو د مطابقت ډاډ ترلاسه شي.
په دغه غونډه کې، د بحث وړ موضوع د پنځم مکروریان د تفصیلي پلان هغه محدوده وه، چې په ۱۳۹۵ کال کې منظور شوې ده.
د پنځم مکروریان د تفصیلي پلان محدوده د کور او ښار جوړولو وزارت په صلاحیت کې راځي، چې په تړاو یې کمېسیون ټینګار وکړ، چې که د پلان په محدوده یا محتوا کې د هر ډول تعدیل، بدلون یا بیاکتنې اړتیا پیدا کېږي، موضوع باید د قانوني اصولو او ټاکل شویو پړاوونو له مخې د صلاحیت لرونکو مراجعو له لارې وڅېړل شي او په اړه یې لازم تصمیم ونیول شي.
د دارالامان دهلېز د زونینګ پلان ارزونه هم وشوه او د غونډې ګډونوالو د کابل د فضايي جوړښت او ښاري پراختیا په برخه کې د دغه دهلېز اهمیت ته په پام سره، وړاندې شوی پلان په هر اړخیزه توګه تر بحث لاندې ونیو او د اصلاحاتو راوستلو په موخه یې د کابل محترمې ښاروالۍ ته وړاندې کړ.
د غونډې په بله برخه کې، د کابل ښاروالۍ له لوري ترتیب شوی د لوېدیځ کابل زون تفصیلي پلان په «الف»، «ب» او «ج» پړاوونو کې د کمېسیون له لوري و ارزول شو، چې د کابل ښاروالۍ تخنیکي ټیم د پلان د محتوا، وړاندیز شوي جوړښت، د ځمکې د کارولو، ترانسپورټي شبکې او د پلان د نورو برخو په اړه لازم معلومات وړاندې کړل.
د غونډې ګډونوالو همداراز د ښاري پلانونو د ترتیب، اصلاح او وروستۍ ارزونې پر مهال د اړوندو ادارو ترمنځ پر لا ډېرې همغږۍ ټینګار وکړ، څو پلانونه له تخنیکي، زیربنایي، حقوقي، ځمکني، چاپېریالي، فرهنګي او نورو اړوندو معیارونو سره بشپړه همغږي ولري.
د ښاري پلانونو او د نقشو د ویزه کولو عالي کمېسیون د دې غونډې پرېکړې، د کابل ښار د منظمې، انډولیزې او دوامدارې پراختیا، د ښاري پلانونو د تخنیکي پیاوړتیا او د ادارو ترمنځ د صلاحیتونو د تداخل د مخنیوي په موخه ترسره شوې.
