په لوګر کې د کډوالو د ښار ګوټي د درېیمې برخې له روانو چارو څخه څارنه وشوه
۱۴۴۸/۴/۱
د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د کډوالو لپاره د وېشل شوي ښارګوټي د درېیمې برخې له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.
د څارنې پر مهال د یاد ښارګوټي د عمومي او فرعي سړکونو د هوارولو او جغل اچونې روانې چارې وکتل شوې، چې تر دې دمه یې ۸۰ سلنه پرمختګ کړی دی.
همداراز، په یاد ښارګوټي کې د څښاک د پاکو اوبو درې شبکې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي، چې د سیمې د اوسېدونکو لپاره د اوبو د اسانتیاوو په برابرولو کې مهم ګام بلل کېږي.
د تخنیکي څارنې پر مهال اړوندو کارکوونکو ته سپارښتنه وشوه چې د پاتې چارو د ترسره کولو پر مهال د کار کیفیت، تخنیکي معیارونه او د پروژې ټاکل شوي مشخصات په پام کې ونیسي.
د یادونې وړ ده چې د مهاجرینو کورنیو لپاره د لوګر ولایت مرکز اړوند د اشنفور په سیمه کې د یوه بل ښارګوټي د وېش چارې هم په نږدې راتلونکي کې په عملي ډول پیلېږي.
