د ارزګان هوايي ډګر د کنټرول ټاور د ترمیم له چارو څخه لیدنه وشوه
۱۴۴۸/۳/۲۶
د کوراو ښار وزارت تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت د مسلکي ټيم په ملتیا، د ارزګان هوايي ډګر د کنټرول ټاور د ترمیم لپاره د یادې ودانۍ له برخو څخه تخنیکي لیدنه او ارزونه وکړه.
د یادې ارزونې پر مهال د ودانۍ د وضعیت له تخنیکي چک او کتنې وروسته پرېکړه وشوه چې د کنټرول ټاور وروستی پوړ په بشپړ ډول ترمیم او د ودانۍ ټولې کړکۍ د عصري او معیاري کړکیو په وسیله بدلې شي.
یاده تخنیکي ارزونه د ارزګان هوايي ډګر د ۱۶۰ شمېرې وړاندیز او د ولایت مقام د ۹۴ شمېرې حکم پر بنسټ ترسره شوې، څو د کنټرول ټاور د ترمیم لپاره لازم تخنیکي ډیزاین او برآورد چمتو شي.
