د میدان وردګ ولایت د برېښنا ریاست اړوند ودانیو د جوړولو له چارو څخه څارنه وشوه
۱۴۴۸/۳/۲۵
د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د برېښنا ریاست اړوند د احاطوي دېوال، عمومي دروازې، سپټیک څاه، تشنابونو او مسجد شریف د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.
د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د مسجد شریف د جوړولو چارې ۹۵ سلنه، د احاطوي دېوال ۹۵ سلنه، د سپټیک څاه ۱۰۰ سلنه او د تشنابونو چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي.
همداراز، د عمومي دروازې د ترمیم چارې روانې دي او اړوندې چارې د منظور شوي پلان او تخنیکي معیارونو له مخې تر څارنې لاندې ترسره کېږي.
