محترم محمد جواد پیکار د ښرنې سټراټیژیک اصلاحي انکشافي پلان منظور کړ

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۳ - ۱۰:۴۶
پکتیکا

د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر محترم محمد جواد پیکار د پکتیکا والي محترم مجیب الرحمان څمکني او د ښرنې ښاروال محترم عبدالکریم ځدران سره په کتنه کې په یاد ولایت کې پر پراختیايي مسایلو خبرې اترې وکړې.

په لومړي سر کې د پکتیکا والي د ښرنې ماسټر پلان او د ارګون تفصیلي پلان چارو د چټکتیکا غوښتنې ترڅنګ، دغه ولایت ته د شخصي او دولتي ځمکو او ملکیتونو د تصفیې په هدف د یوه پلاوي د ورلېږلو غوښتنه وکړه.

ورپسې د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر وویل، د ارګون تفصیلي پلان شاوخوا ۹۰ سلنه چارې بشپړې شوي او د ښاري پروګرام جوړونې عمومي ریاست ته یې دنده وسپارله چې په لنډ وخت کې دې منظوري لپاره چمتو کړي.

محترم محمد جواد پیکار همدا رنگه د پکتیکا والي په ځواب کې وویل، د جلالتمآب جمهور رئیس لارښوونې سره سم، د غصب پر وړاندې مبارزه په چټکه توګه روانه ده او د تصفیې عمومي ریاست ته یې دنده وسپارله چې ژر تر ژره دې د تصفیې یو پلاوی هغه ولایت ته ور ولیږي، څو د تصفیې له لارې دولتي او شخصي ځمکې او ملکیتونه تفکیک او د ورسره د غصب مخنیوی وشي.

د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر همدا راز اړوندو برخو ته دنده ورکړه چې په ښرنه کې د کډوالو، معلولینو او ښوونکیو ښارګوټو خط اندازۍ لپاره دې درې کسیزه پلاوی هغه ولایت ته واستوي، څو په اړمنو باندې د وېش رسمي لړۍ پیل شي.

نوموړي همدا راز وویل، یاد پلاوی دې په ښرنه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو شهیدو سرتېرو کورنیو ته د یوه ښارګوټي سروې چارې هم ترسره کړي.

محترم محمد جواد پیکار د دغې کتنې په پای کې د پکتیکا ولایت مرکز د ښرنې ښار سټراټیژیک اصلاحي انکشافي پلان هم منظور کړ.

په دغه پلان کې د پوهنتون ساحه له ۱۶۰ جریبو څخه ۲۵۰ جریبو ته پراخه شوې، د شهیدانو کورنیو او کډوالو ته د ښارګوټو لپاره ځمکې په نښه شوي، د ژوند چاپېریال ښه‌والي په پار صنعتي ساحه د ښار سویل ختیځ ته انتقال شوې او همدا رنګه اداري او تعلیمي کمپلکس او مسلخ ته هم ځمکې په پام کې نیول شوي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۳:۵۴
Background image

د میدان وردګ ولایت د برېښنا ریاست اړوند ودانیو د جوړولو له چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۳/۲۵

د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د برېښنا ریاست اړوند د احاطوي دېوال، عمومي دروازې، سپټیک څاه، تشنابونو او مسجد شریف د چارو له بهیر څخه څارنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۲:۲۷
Background image

په سمنګان ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټي د سړکونو هوارولو له چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۳/۲۵

د سمنګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند مسؤلینو د مهاجرینو ښارګوټي د سړکونو د هوارولو او سړک ‌جوړولو له روان بهیر څخه څارنه وکړه.

د سمنګان ولایت د مهاجرینو په ښارګوټي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۵۳
Background image

د کابل ـ بګرام سړک د جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي

۱۴۴۸/۳/۲۴

د کابل ـ بګرام سړک د جوړولو چارې په چټکۍ او منظم ډول روانې دي او د پروژې ټولې چارې د ملي او نړیوالو تخنیکي معیارونو او نورمونو له مخې ترسره کېږي.

د یادې پروژې چارې د نوي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت