د هرات ولایت ماسټر پلان د تطبیق په موخه رسماً د هرات محترم والي ته وسپارل شو

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۲۱
د هرات ولایت ماسټر پلان

۱۴۴۸/۲/۲۷

 د هرات ولایت د منظمې، انډولیزې او دوامداره ښاري پراختیا لپاره جوړ شوی ماسټر پلان، د اسلامي امارت د ریاسة‌الوزراء محترم اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر، د ریاسة الوزرا محترم اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالسلام حنفي او د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، له لوري په رسمي ډول د هرات محترم والي شیخ نوراحمد اسلامجار ته د تطبیق په موخه وسپارل شو.

د هرات ولایت ماسټر پلان د سپارلو په دغه مراسمو کې، د یادو چارواکو ترڅنګ، د اسلامي امارت د محترمې کابینې یو شمېر غړو، د ټولګټو محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د کانونو او پټرولیم محترم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري، د اوبو او انرژۍ محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخوند، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ محترم وزیر ملا عبدالواحد فضلي، د هرات محترم والي شیخ نوراحمد اسلامجار، د افغانستان برېښنا شرکت محترم رئیس الحاج ملا عبدالحق همکار، د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت محترم معین ملا فیض‌الله جمال او یو شمېر نورو مسؤلینو او مخورو هم ګډون کړی وو.

دا سند، د هرات ښار د ښاري پراختیا تر ټولو مهم ستراتیژیک چوکاټ بلل کېږي، چې د لنډمهال، منځمهال او اوږدمهال پرمختګ مسیر ټاکي او د ښاري پراختیا د اغېزمن مدیریت لپاره بنسټیزه زمینه برابروي.

دا ماسټر پلان په (۱۶۲۶۷۲) هکتاره ځمکه یا په اصطلاح (۱۶۲۶) کیلو متر مربع مساحت کې تطبیق کېږي، چې د هرات ښار اوسنی او راتلونکی مساحت په کې شامل دی.

په دې ماسټر پلان کې د هرات ښار اوسنۍ او راتلونکې اړتیاوې په بېلابېلو برخو کې په پام کې نیول شوې دي، چې په کې د بېلابېلو تراکمونو استوګنیزې سیمې، سوداګریزې ساحې، مختلطې سیمې، صنعتي، اداري، تعلیمي، روغتیايي، لوژستیکي، تفریحي او کرنیزې ساحې، د ښاري ترانسپورټ شبکې، شنې سیمې او همدارنګه تاریخي او فرهنګي ساحې شاملې دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د دې سترې طرحې پر اهمیت ټینګار وکړ او هیله یې څرګنده کړه، چې د هرات د نوي ماسټرپلان عملي کېدل به د اقتصادي ودې، د کورنیو او بهرنیو پانګونو د جذب، د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو، د ښاري زیربناوو د پراختیا او د هېواد د مهم فرهنګي، تاریخي او اقتصادي مرکز په توګه د هرات ښار د لا پیاوړتیا لامل شي.

د ماسټر پلان په عملي کېدو سره به د هرات ښار د بې‌نظمې پراختیا مخنیوی، د ځمکې د مناسبې استفادې زمینه برابرول او د اوسنیو او راتلونکو ښاري اړتیاوو لپاره د اوږدمهاله پلان له مخې د خدماتو او زیربناوو پراختیا اسانه شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر وايي، د ولایتونو لپاره د ماسټر پلانونو ترتیب او د هغو عملي کېدل د هېواد د متوازن ښاري انکشاف، د ښاري نظم د ټینګښت او د خلکو لپاره د معیاري او مناسبو استوګنیزو او خدماتي چاپېریالونو د رامنځته کولو په برخه کې مهم ګام دی.

د هرات ولایت ماسټر پلان په داسې مهال د تطبیق په موخه سپارل کېږي چې د دغه تاریخي او مهم اقتصادي ولایت د نفوس او ښاري فعالیتونو د زیاتوالي له امله د راتلونکې ښاري پراختیا لپاره منظمې او اوږدمهالې طرحې ته اړتیا ورځ تر بلې په ډېرېدو وه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۵۴
Background image

په روداتو کې د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره ‌بندۍ چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره‌ بندۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې ورسره شاوخوا ۴۰ تنو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت