د کابل ښار د پل محمودخان په سیمه کې د ۱۴ پوړه مختلط استوګنیزې پروژې تخنیکي څارنه وشوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۲:۲۶
پل محمود خان

۱۴۴۸/۱/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د څارنې ریاست تخنیکي ټیم له لوري، د کابل ښار د ۱۶مې ناحیې اړوند پل محمودخان سیمه کې د ملي پراختیا شرکت د ۱۴ پوړیزې مختلطې استوګنیزې ودانۍ له روانو ساختماني چارو څارنه ترسره شوه.

یاده څارنه د وزارت د مقام د لارښوونې او د منظم نظارتي پلان له مخې ترسره شوې، چې پر مهال یې د پروژې له مسؤلینو سره د وزارت د نافذه اصولو، مقرراتو او طرزالعملونو د رعایت په اړه لازمې لارښوونې او معلومات شریک شول.

تخنیکي ټیم د پروژې مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې ساختماني چارې د کور او ښار جوړولو وزارت له اصولو او مقرراتو سره سمې عیارې کړي، په ځانګړې توګه د ودانیزو نقشو د تأیید (ویزې) په برخه کې لازم قانوني اقدامات ترسره کړي.

د څارنې پر مهال د پروژې د وضعیت په اړه مستند تخنیکي راپور هم برابر شو، چې د لا زیاتو ارزونو او اړینو پرېکړو لپاره به د وزارت مقام ته وړاندې شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري نظم د ټینګښت، د غیرمعیاري ودانیزو چارو د مخنیوي، د تفصیلي پلانونو د ساتنې او د ودانیزو چارو د کیفیت د لوړولو په موخه د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د ساختماني پروژو دوامداره څارنه ترسره کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۸
Background image

د کابل–بګرام سړک او د لابراتوار ودانۍ د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست، د کابل–بګرام سړک او د لابراتوار د نوې ودانۍ د روانو ساختماني چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۵۹
Background image

په سرپل ښار کې د بې ‌پېلوټه الوتکې په وسیله د توپوګرافۍ او جغرافیایي معلوماتو راټولولو بهیر پیل شو

۱۴۴۸/۲/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم، د سرپل ولایت په مرکز کې د بې ‌پېلوټه الوتکې او فوتوګرامټرۍ د نوې ټکنالوژۍ په کارولو سره د ښار د توپوګرافۍ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۴
Background image

په لوګر کې د مهاجرینو په ښارګوټي کې د سړکونو د هوارولو او جغل اچونې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۲۹

د لوګر ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو په وېشل شوي ښارګوټي کې د عمومي او فرعي سړکونو د هوارولو او جغل اچونې چارې په منظم ډول دوام لري.

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت