د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ ودانیزه پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۴:۵
زابل ولایت

۱۴۴۸/۱/۲۲

د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ د احاطوي دېوال، څلورو دوه پوړیزو څارنیزو برجونو او شپږو اداري خونو د جوړولو چارې بشپړې او پروژه په رسمي توګه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د معلوماتو له مخې، د یادې پروژې نقشې د دغه ریاست د انجینري تخنیکي ټیم له لوري د نافذه ساختماني او ښاري معیارونو پر بنسټ طرح او ترتیب شوې وې. همدارنګه، د پروژې د تطبیق له پیل څخه تر بشپړېدو پورې یې د کیفیت او تخنیکي معیارونو د رعایت په موخه دوامداره تخنیکي څارنه ترسره شوې ده.

د یادې پروژې په بشپړېدو سره د نوبهار ولسوالۍ د اداري او امنیتي اړتیاوو د پوره کېدو ترڅنګ، د ساتونکو لپاره مناسب او خوندي کاري چاپېریال هم برابر شوی، چې د خدماتو د ښه وړاندې کولو او د دولتي تاسیساتو د اغېزمن مدیریت په برخه کې به مهم رول ولوبوي.

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست ژمن دی، چې د معیاري ودانیزو پروژو د طرحې، تخنیکي څارنې او کیفیت د تضمین په برخه کې خپلې چارې د نافذه اصولو او تخنیکي معیارونو سره سم پر مخ یوسي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۱۵
Background image

د فاریاب ولایت د خواجه موسی ولسوالۍ د تفصیلي پلان سروې او توپوګرافي پیل شوه

۱۴۴۸/۲/۱۲

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د خواجه موسی ولسوالۍ د تفصیلي پلان د سروې او توپوګرافۍ د ترسره کولو په موخه یادې ولسوالۍ ته سفر وکړ.

د سروې د عملي چارو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۰:۲۰
Background image

د نوي کابل ښار په اډانه کې، د صنایع سبز  صنعتي ښارګوټي په پروژه کې د غیرپلاني ودانیزو فعالیتونو مخنیوی وشو

۱۴۴۸/۲/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست تخنیکي ټیمونو، د نوي کابل ښار د ده‌سبز سیمې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۱۷
Background image

د استقلال ښارګوټي او الشفاء روغتون د پروژو د کیفیت څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم، کابل کې د استقلال ښارګوټي او الشفاء روغتون د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت