د جوزجان ولایت د اقچې ولسوالۍ د نوراباد مهاجرینو ښارګوټي د توپوګرافي سروې پیل شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۳:۵۵
جوزجان

۱۴۴۸/۱/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌اې‌اس ریاست تخنیکي ټیم د جوزجان ولایت د اقچې ولسوالۍ اړوند د نورآباد مهاجرینو ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې پیل کړې.

یاده سروې د ۱۶۰۷.۳۰۲ جریبه ځمکې پر ساحه ترسره کېږي، چې موخه یې د ښارګوټي د تفصیلي پلان د ترتیب لپاره د ساحې د دقیقو تخنیکي معلوماتو راټولول دي.

په دې پړاو کې د ساحې د ارتفاعاتو، حدودو، طبیعي جوړښت او انجینري ځانګړتیاوو دقیقې اندازه‌ګیرۍ او ثبت ترسره کېږي، ترڅو د معیاري او هر اړخیز ښاري پلان د چمتو کولو لپاره لازم تخنیکي بنسټ برابر شي.

د یادونې وړ ده، د مهاجرینو ښارګوټو د جوړولو پروسه د منظمې ښاري پراختیا، د استوګنیزو اړتیاوو د پوره کولو او د معیاري ښار جوړونې د اصولو په رعایت سره پر مخ وړل کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۵۴
Background image

په روداتو کې د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره ‌بندۍ چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره‌ بندۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې ورسره شاوخوا ۴۰ تنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۴۵
Background image

په لغمان کې د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د لغمان ولایت د مرکز مهترلام اړوند د کاپرګلۍ په سیمه کې د مهاجرینو ښارګوټي د څښاک پاکو اوبو رسولو د لمریزې شبکې له چارو څخه د دغه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱۶
Background image

په کابل ښار کې د شنو ساحو د وضعیت څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اړوند د اته ‌متره. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت