د جوزجان ولایت د اقچې ولسوالۍ د نوراباد مهاجرینو ښارګوټي د توپوګرافي سروې پیل شوه
۱۴۴۸/۱/۲۱
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جياېاس ریاست تخنیکي ټیم د جوزجان ولایت د اقچې ولسوالۍ اړوند د نورآباد مهاجرینو ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې پیل کړې.
یاده سروې د ۱۶۰۷.۳۰۲ جریبه ځمکې پر ساحه ترسره کېږي، چې موخه یې د ښارګوټي د تفصیلي پلان د ترتیب لپاره د ساحې د دقیقو تخنیکي معلوماتو راټولول دي.
په دې پړاو کې د ساحې د ارتفاعاتو، حدودو، طبیعي جوړښت او انجینري ځانګړتیاوو دقیقې اندازهګیرۍ او ثبت ترسره کېږي، ترڅو د معیاري او هر اړخیز ښاري پلان د چمتو کولو لپاره لازم تخنیکي بنسټ برابر شي.
د یادونې وړ ده، د مهاجرینو ښارګوټو د جوړولو پروسه د منظمې ښاري پراختیا، د استوګنیزو اړتیاوو د پوره کولو او د معیاري ښار جوړونې د اصولو په رعایت سره پر مخ وړل کېږي.
