په نوي کابل ښار کې د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي اصلاحي پلان لاسلیک شو
۱۴۴۸/۱/۵
د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د نوي کابل ښار د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونو او قانوني مراحلو تر بشپړېدو وروسته لاسلیک شو.
یاد اصلاحي پلان د نوي کابل ښار په مربوطاتو کې د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي د ځمکو د کارونې د تنظیم، د ښاري زیربناوو د پراختیا، د ترانسپورتي شبکو د اصلاح، د عامه او خدماتي تاسیساتو د ځای پر ځای کولو او د ښاري معیارونو د پلي کولو په موخه ترتیب شوی دی.
د تخنیکي کمېټې د موندنو له مخې، په اصلاحي پلان کې د ځمکو د کارونې، د سړکونو د مسیرونو، عامه تاسیساتو او صنعتي ساحو اړوند موجودې ستونزې وارزول شوې او د حل لپاره یې لازم تعدیلات په پام کې نیول شوي دي.
همدارنګه د عامه المنفعه تاسیساتو، خدماتي مرکزونو، شنو ساحو، برېښنا، اوبو رسولو، ترانسپورتي شبکو او نورو ښاري اړتیاوو لپاره ځانګړې ساحې تثبیت شوې دي.
د اصلاحي پلان له مخې، د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي لپاره شاوخوا ۱۶ میلیونه او ۳۰۲ زره مربع متره ځمکه ځانګړې شوې ده، چې د صنعتي فعالیتونو، تولیدي فابریکو او اړوندو اقتصادي پروژو د پراختیا لپاره به ترې ګټه اخیستل کېږي، همدارنګه د عامه المنفعه، خدماتي او زیربنایي تاسیساتو لپاره هم پراخې ساحې په پام کې نیول شوې دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت مشرتابه د اصلاحي پلانونو ترتیب او پلي کول د ښاري نظم د ټینګښت، د ځمکو د قانوني مدیریت، د پانګونې د جذب او اقتصادي ودې لپاره مهم ګام بولي او ټینګار کوي چې دا ډول پراختیايي او اصلاحي پلانونه به د هېواد په بېلابېلو سیمو کې دوام ومومي.
