د دایمي مېشتېدنې پروګرام چټک روان دی؛ د ځمکو وېش ۴۹ زره کورنیو ته ورسېد
۱۴۴۸/۱/۵
د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې، د تیرې شنبې په ورځ د هېواد په پنځو ولایتونو کې ۸۱۸ راستنېدونکو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې ووېشلې.
د راستنېدونکو هېوادوالو د دایمي مېشتېدنې او مناسبې سرپناه د برابرولو په موخه، دا ځل په ننګرهار، فراه، هلمند، نیمروز او فاریاب ولایتونو کې سلګونه کورنۍ د استوګنیزو ځمکو له نمرو برخمنې شوې.
په ننګرهار ولایت کې ۳۰۳، فراه ولایت کې ۲۸۱، فاریاب ولایت کې ۱۷۰، هلمند ولایت کې ۴۸ او نیمروز ولایت کې ۱۶ راستنېدونکو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې ووېشل شوې.
د یادونې وړ ده چې یوازې د تیرې شنبې ورځې په جریان کې ۸۱۸ کورنۍ د استوګنیزو ځمکو له نمرو برخمنې شوې، چې ورسره په ټول هېواد کې د وېشل شویو استوګنیزو نمرو شمېر ۴۹ زره او ۳۶۳ کورنیو ته رسېدلی دی.
د راستنېدونکو مهاجرو د دایمي مېشتېدنې، د سرپناه د برابرولو او د ژوند د بنسټیزو اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه د استوګنیزو ځمکو د وېش بهیر په منظم او چټک ډول دوام لري.
