د غور ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان تائید او لاسلیک شو
۱۴۴۸/۱/۵
د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د غور ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونې وروسته تائید او لاسلیک شو.
یاد اصلاحي پلان د راستنېدونکو مهاجرو د دایمي مېشتېدنې، د ښاري خدمتونو د منظم تنظیم او د استوګنیزو سیمو د معیاري پراختیا په موخه ترتیب شوی، چې د پلي کېدو په صورت کې به د سلګونو کورنیو لپاره د مناسبې سرپناه او بنسټیزو ښاري اسانتیاوو د برابرولو زمینه برابره کړي.
د پلان له مخې، د غور ولایت د مهاجرینو په ښارګوټي کې د ۱۲۱۹ استوګنیزو نمرو لپاره ساحه تنظیم او ډیزاین شوې ده.
په یاد پلان کې د استوګنیزو ساحو تر څنګ د سړکونو شبکې، عامه تاسیساتو، شنو ساحو، تعلیمي او روغتیايي خدمتونو او نورو اړینو ښاري اسانتیاوو لپاره هم لازمې ساحې په پام کې نیول شوې دي.
تمه کېږي چې د یاد اصلاحي پلان له تطبیق سره به د غور ولایت د مهاجرینو ښارګوټی په یوه منظم او معیاري استوګنیز ښارګوټي بدل شي او د راستنېدونکو کورنیو د مېشتېدنې لپاره به غوره شرایط رامنځته شي.
